حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
قرآن کریم او علوم یې

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 42 لغة
«له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې قرآن لولي، او ښه پياوړې حافظه ولري او په لوستلو کې مهارت او زیرکتیا ولري، نو په آخرت کې به یې اجر دا وي چې د هغه مقام به له هغو ملاېکو سره وي چې لیکوالانې او د عزت خاوندانې او نېکې دي، او څوک چې قرآن لولي او د حافظې د کمزورۍ له امله یې په لوستلو کې تېندکونه وهي، خو سره له دې یې بیا بیا هم لولي، ځکه چې حافظه یې کمزورې ده خو بیا یې هم نه پریږدي، نو دا د هغه لپاره ډېره ستونزمنه او سخته چاره ده، نو د ده لپاره دوه اجرونه دي: د لوستلو اجر او په لوستلو کې د سختۍ سره سره د بیا بیا لوستلو اجر.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية