حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:

متاح بـ 42 لغة
«له عقبة بن عامر الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو: کله چې لمر څرک وهي، تر دې چې ښه راپورته شي، کله چې ټکنده غرمه شي تر دې چې لمر زوال وکړي، او کله چې لمر ډوبېدو ته نږدې شي تر دې چې ډوب شي.»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ورځې پر مهال په دریو وختونو کې له نفلي لمونځونو څخه منع فرمایلې ده او لدې چې مړي په کې ښخ کړل شي. لومړی وخت: کله چې لمر څرک وهي، چې دا یې د راختو لومړۍ شېبه ده، تر دې چې د یوې نیزې په اندازه پورته شي، چې نږدې د یو پاو وخت په کچه اندازه کېږي. او دویم: کله چې لمر د اسمان منځ ته شي، نو د ختیځ او لویدیځ لور ته هېڅ سیوری نه لري، تر دې چې د آسمان له منځ نه زوال وکړي او د ختیځ لور ته سیوری ښکاره شي، نو د ماسپښین د لمانځه لومړی وخت پېل شي، او دا لنډ وخت دی چې نږدې پنځه دقیقې کېږي. او دریم: کله چې لمر مخ په ډوبېدو شي، تر دې چې ډوب شي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية