حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

متاح بـ 65 لغة
«له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د لویو ګناهونو په اړه وضاحت ورکوي، د کومو مرتکب چې په دنیا او آخرت کې په سختې (سزا) سره ګواښل شوی دی. لومړی یې «له الله جل جلاله سره شرک کول» دي: او شرک له الله پرته بل چا ته د هر ډول عبادت کول دي، او له الله تعالی سره د هغه د الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو په ځانګړتیاوو کې د نورو برابرول دي. او دویمه یې "د مور او پلار نافرماني ده": او (نافرماني) له هرې هغې وینا او کړنې څخه عبارت دی چې د مور او پلار د ازار او اذیت لامل ګرځي، او له هغوی سره د نیکۍ پرېښودل دي. او دریم یې له حق پرته "د نفس وژل" دي: لکه په ظلم او تیري سره قتل کول. او څلورم یې " غموس قسم دی": او دا هغه قسم دی چې په قصدي توګه په دورغو خوړل کیږي، دا نوم ځکه ورکړل شوی چې خاوند یې د دې له امله په ګناه او یا اور کې منډل کیږي.

المصدر
بخاري روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية