حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

متاح بـ 70 لغة
«له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي، نو د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې له ګناهونو یې ورته تېر شو».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سړي په اړه خبر ورکوي چې له خلکو سره به یې په قرض معامله کوله او یا به یې په نېټه خرڅول کول، او خپل هغه غلام ته به یې وییل چې له خلکو یې د قرضونو غوښتنه کوله: کله چې قرضدار ته ورغلې او هغه څه نه درلودل چې شته قرض پرې د ناتوانۍ له امله ادا کړي، نو "ورڅخه تېر شه"؛ دا چې یا ورته وخت ورکړې او په غوښتنه کې پرې سختي ونه کړې، او یا دا چې څه ورسره وي هماغه ورسره ومنې اګر که کم هم وي، پدې تمه چې الله تعالی ورته له ګناهونو څخه تېر شي او بخښنه ورته وکړي، نو کله چې مړ شو الله ورته بخښنه وکړه، او له ګناهونو یې ورته تېر شو.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية