حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه د خپل پوروړي پسې ورغی، هغه ترې پټ شو، بیا یې وموند او ویې ویل: زه په سختۍ کې یم (لاس می تنګ دی او څه نه لرم)، هغه وویل: ستا دې په الله قسم وي؟ ويې ويل: په الله قسم؟ هغه وفرمایل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یي:

متاح بـ 54 لغة
«له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه د خپل پوروړي پسې ورغی، هغه ترې پټ شو، بیا یې وموند او ویې ویل: زه په سختۍ کې یم (لاس می تنګ دی او څه نه لرم)، هغه وویل: ستا دې په الله قسم وي؟ ويې ويل: په الله قسم؟ هغه وفرمایل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یي: «که څوک خوښ ګڼي چې الله تعالی یې د قیامت د ورځې له سختیو څخه وساتي؛ نو د نادار او بې وزله لاس نیوی دې وکړي، او یا دې ورته پرېږدي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

ابو قتاده الانصاري رضي الله عنه د یو قرضدار په لټه کې و چې ترې پټېده، هغه یې وموند، نو قرضدار ورته وویل: زه نادار یم او ستا د پور د ادا کولو لپاره پیسې نه لرم. نو ابو قتاده رضي الله عنه ورته قسم ورکړ چې پيسې نه لري؟ نو په الله یې قسم وکړ چې په خپله وینا کې ریښتونی دی. ابو قتاده رضي الله عنه وايي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدلي چې ویل یې: که څوک خوښ ګڼي او خوشحالېږي چې الله جل جلاله یې د قیامت د ورځې له سختیو او وحشتونو څخه وساتي نو د تنګ لاسي پوروړي سره دې سختي نه کوي، یعنې نېټه دې ورته اوږده کړي او پور دې ترې ورورسته وغواړي، او یا دې ورته د پور یوه برخه او یا ټول وبخښي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
كلمات مفتاحية
فقه او اصول یېقرض
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية