حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:

متاح بـ 49 لغة
«له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې یې ونیسي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان د رمضان د میاشتې څخه یوه یا دوه ورځې مخکې له روژه نیولو منع کړي دي؛ په دې نیت چې د رمضان په خاطر له احتیاط نه کار واخلي، ځکه چې د رمضان د روژې فرضيت د میاشتې د ليدلو پورې تړلی دی، نو تکلف ته په کې اړتیا نشته، مګر هغه څوک چې له وړاندې یې روژې نیولې لکه هغه څوک چې یوه ورځ روژه او بله ورځ بوزه کېږي، یا دوشنبه او پنجشنبه روژې نیسي نو بیا دې روژه شي؛ د رمضان لپاره د استقبال په خاطر څه نشته، همدا حکم د نورو واجبو روژو هم دی لکه قضایي او د نذر روژې.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية