حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 61 لغة
«له ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړی، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړی او په کومه لاره کې یې لګولی، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅوک به د قیامت په ورځ د حساب له ځای څخه جنت یا دوزخ ته تېر نه شي تر دې چې د څلورو کارونو په اړه ترې پوښتنه وشي. لومړی: ژوند یې چې په څه کې یې تېر کړی؟ دویم: علم یې؛ چې آیا د الله لپاره یې زده کړی؟ او ایا عمل یې پرې کړی؟ او یا مستحق کس ته یې رسولی؟ دريم: د مال په اړه چې له کومه یې کړی، له حلالو دی که له حرامو؟ او په څه کې یې لګولی؛ په هغه څه کې یې لګولی چې الله راضي کوي کنه په هغه څه کې چې الله ناراضه کوي؟ څلورم: د جسم، روغتیا او ځوانۍ په اړه یې چې په څه کې یې تېره کړې او کارولې ده؟

المصدر
الترمذي روایت کړی دی
كلمات مفتاحية
عقیدهبل ژوند
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية