حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:

متاح بـ 70 لغة
«له ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړى راغى، ويې ويل: (زما سپرلۍ مړه شوه او زه په لاره کې پاتې یم) نو ما په یوه سپرلۍ سپور کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «زه يې نه لرم»، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! زه به یو څوک وروښایم هغه به یې سپور کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: زما سپرلۍ مړه شوې ده، نو ما په یوه څاروي سپور کړه او ماته یوه سپرلۍ راکړه چې ومې رسوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه بخښنه وغوښته ځکه چې هغه د هغه د سپرولو لپاره هېڅ شی نه درلود، نو یو سړی چې هلته حاضر و وویل: اې د الله رسوله! زه به یو څوک وروښایم چې سپور یې کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه د سپرلۍ د خاوند سره په ثواب کې شریک دی، ځکه چې اړمن ته یې د هغه لارښوونه وکړه.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية