حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو خلک يې مخې ته ورټول شول او داسې ویل کېدل چې: د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! درې ځلې. نو زه په خلکو کې ورغلم چې ویې ګورم، کله چې ما د هغه مخ ولید نو پوه شوم چې د درواغجن سړي مخ نه دی، نو لومړی شی چې ما له هغه څخه واورېد دا و چې ویې ویل:

متاح بـ 55 لغة
«له عبدالله بن سلام رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته راغی نو خلک يې مخې ته ورټول شول او داسې ویل کېدل چې: د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! د الله رسول صلی الله علیه وسلم راغلی! درې ځلې. نو زه په خلکو کې ورغلم چې ویې ګورم، کله چې ما د هغه مخ ولید نو پوه شوم چې د درواغجن سړي مخ نه دی، نو لومړی شی چې ما له هغه څخه واورېد دا و چې ویې ویل: «اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته راغى او خلکو وليد، نو خواته یې ورچابک شول، له دوی څخه یو تن عبد الله بن سلام یهودی هم و ، نو کله یې چې ولید، پوه شو چې مخ یې د درواغجن سړي نه دی، ځکه چې رڼا، ښکلا، وقار او ریښتینولي پکې له ورایه برېښېده. نو لومړی هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې واورېدل دا و چې خلک یې داسې کارونو ته هڅول چې جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي لکه: لومړی: د سلام ډالۍ خپرول، دا صفت په ډاګه کول او د هر چا پر وړاندې یې زیات کارول که هغه پېژنې او یا نه. دویم: په صدقې، ډالیو او میلمه پالنې سره خواړه ورکول. دریم: له هغه چا سره اړیکې پالل چې د مور او یا پلار له اړخه دې خپلوان وي. څلورم: د شپې لمونځ په داسې حال کې چې خلک ویده وي.

المصدر
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية