حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
قرآن کریم او علوم یې

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 43 لغة
«له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېږدي نو ترې به لاړ شي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس چې قرآن کریم یې زده کړی او تلاوت یې خپل عادت ګرځولی وي - هغه که قرآن کریم په ناظره سره وي یا په حفظ - د هغه تړل شوي اوښ د مالک سره پرتله کړی چې په رسۍ یې د اوښ زنګون تړلی وي، نو که همداسې یې تړلی وساتي ورسره به پاتې شي او که یې خوشي کړي نو ترې به لاړ شي او ورک به شي، نو که د قرآن کریم خاوند یې په تلاوت کولو او یادولو دوامدار پاتې شي نو یاد به یې پاتې شي او که یې پرېښود نو ترې هېر به شي؛ تر څو چې ژمنتیا موجوده وي، حفظ به یې پاتې وي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية