حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 64 لغة
«له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «كل مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وكل مُسْكِرٍ حرام، ومن شرِب الخمر في الدنيا فمات وهو يُدْمِنُهَا لَمْ يَتُبْ، لَمْ يَشْرَبْهَا في الآخرة». "هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکی شی حرام دی، څوک چې په دنیا کې شراب وڅښي او معتاد پرې مړ شي او توبه ونه کړي، نو په آخرت کې به شراب و نه څښي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې هر هغه څه چې عقل غیبوي او له منځه یې وړي نو هغه نشه کوونکي شراب دي، برابره خبره ده که هغه څښاک وي یا خوراک، تنفس وي او یا بل څه، او دا چې هر هغه څه چې انسان نشه کوي او عقل یې له منځه وړي نو الله تعالی هغه حرام کړی او منع یې ترې فرمایلې ده، هغه که لږ وي او یا ډېر. او دا چې چا هر ډول نشه یي توکي وڅښل او په دوامداره توګه یې څښل او تر مرګه یې ترې توبه ونه وېسته نو هغه د الله تعالی د عذاب مستحق دی چې په جنت کې به یې له شرابو محروم کړي.

المصدر
مسلم روایت کړی او البخاري ترې اخري جمله روایت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية