حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له خوله بنت حکیم السلمیة رضی الله عنها څخه روایت دی چې وییل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:

متاح بـ 66 لغة
«له خوله بنت حکیم السلمیة رضی الله عنها څخه روایت دی چې وییل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "څوک چې یو ځای ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د ګټور ملاتړ او پناه وړلو ځای لارښوونه کوي، هر هغه ګواښ چې انسان ته په یو ځای کې د استوګن کېدو پر مهال پېښیږي؛ هغه که په سفر کې وي، یا چکر او داسې نورو حالاتو کې، چې الله ته پناه یوسي او د فضل، برکت او ګټې له امله د هغه بشپړې کلمې د ځان ملاتړې وګرځوي؛ هغه کلمې چې له هر ډول نیمګړتیا او عیب څخه پاکې دي، د هر هغه مخلوق له شر څخه پرې ځان وژغوري چې شر ولري، (که دا کار وکړي) نو دی به په نوموړي استوګن ځاي کې تر هغه پورې د هر ضرري مخلوق له شر څخه په امن کې وي تر څو چې دی هلته اوسیږي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية