حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې وییل یې:

متاح بـ 62 لغة
«له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې وییل یې: «إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض لمانځه د پرېښودو په اړه خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي چې د یو انسان او په شرک او کفر کې د لوېدلو تر منځه یوازې د لمانځه پرېښودل دي، نو لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دویم رکن دی او په اسلام کې ستر حیثیت لري، چا چې پرېښوده پداسې حال کې چې له فرضیت څخه یې منکر و، نو د مسلمانانو په اجماع کافر دی او که چېرته یې پکې ناغیړي وکړه او بیخي یې لمونځ کول پرېښودل نو بیا هم کافر دی، او پدې اړه د صحابه کرامو اجماع رانقل شوې ده او که چېرته یې کله پرېښوده او کله یې لمونځ کاوه نو هغه ته دا ستر ګواښ متوجه دی.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية