حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

متاح بـ 53 لغة
«له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د مړي عمل د هغه په مرګ سره پرې کیږي نو له مرګ وروسته ورته نیکي نه رسیږي مګر په دې درېو څیزونو: ځکه چې دی د همدې درې واړو لامل و: لومړی: صدقه چې ثواب يې دوامداره وي او نه پرې کېږي لکه وقف، جومات جوړول، د څاګانو کېندل او داسې نور. دوهم: هغه علم چې خلکو ته یې ګټه رسیږي لکه: د علمي کتابونو تالیف، یا دا چې یو چاته یې علم ښوده، نو هغه شخص یې له مرګ وروسته علم نشروي. دریم: مؤمن او صالح اولاد، چې خپل مور او پلار ته دعا کوي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية