حديث للعالم
قرآن کریم او علوم یې

د قرآن کریم تفسیر

2 حديث

2 حديث

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي دا نو بیا هغه وخت دی چې : {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا}[الانعام: 158]، یعنې هیڅ نفس ته به یې ایمان ګټه ونه رسوي پداسې حال کې چې مخکې لدې یې ایمان نه وي راوړی، او یا یې په ایمان کې نیکي نه وي کړي. او خامخا به قيامت پداسې حال کې راشي چې دوه سړيو به خپلو کې جامه (رخت ) د خرڅلاو لپاره خپور کړی وي، نو راکړه ورکړه به یې تر منځه ونه شي او نه به یې بېرته راټول کړای شي او خامخا به قيامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې - رالوشلې وي - نو وبه یې نه څښي، او خامخا به قیامت پداسې حال کې راشي چې یو سړي به خپل د اوبو ډنډ اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې و نه څښي، او خامخا به قیامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي خو وبه یې نه خوري».متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې له حدیبیې څخه د راګرځېدو پر مهال په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللهُ} تر {فَوْزًا عَظِيمًا} پورې [الفتح سورت: له ١ څخه تر ٥ پورې آیتونه] صحابه کرام ډېر خفه او غمجن ول، حال دا چې خپلې قربانۍ یې په حدیبیه کې ذبح کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی».مسلم روايت کړی دی