حديث للعالم
پاکوالی (پاکوالی)

اودس

8 حديث

8 حديث

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبو سره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستۍ څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو پاک راووځي».مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «إِذَا لَبِسْتُم، وَإِذَا تَوَضَّأتُم، فَابْدَأُوا بَأَيَامِنُكُم».رواه أبو داود واللفظ له، والترمذي وابن ماجه وأحمد
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ((إن أمتي يُدْعَون يوم القيامة غُرًّا مُحَجَلِّين من آثار الوُضُوء)). فمن اسْتَطَاع منكم أن يُطِيل غُرَّتَه فَليَفعل. وفي لفظ لمسلم: ((رأَيت أبا هريرة يتوضَّأ، فغسل وجهه ويديه حتى كاد يبلغ المنكبين، ثم غسل رجليه حتى رَفَع إلى السَّاقين، ثم قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: إنَّ أمتي يُدْعَون يوم القيامة غُرًّا مُحَجَّلِين من آثار الوُضُوء)) فمن استطاع منكم أن يطيل غُرَّتَه وتَحْجِيلَه فَليَفعَل. وفي لفظ لمسلم: سمعت خليلي صلى الله عليه وسلم يقول: ((تَبْلُغ الحِليَة من المؤمن حيث يبلغ الوُضُوء)).الرواية الأولى: متفق عليه. الرواية الثانية: رواها مسلم. الرواية الثالثة: رواها مسلم
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي".متفق علیه دی
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي".مسلم روايت کړی دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده».متفق علیه دی
د لقیط بن صبرةرضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د بَنِي الْمُنْتَفِق د وفد استازی وم - یا د بَنِي الْمُنْتَفِق په استازو کې وم-، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورتلو، نو کله چې مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدو هغه مو په کور کې ونه موند، بلکې موږ له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها سره مخ شو، وایي نو هغې امر وکړ چې زموږ لپاره حلوا تیاره کړی شي، نو چمتو کړی شوه، وایي: او موږ ته په یو قاب کې خرما راوړل شوې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، نو وېې فرمایل: «آیا تاسو څه وخوړل؟ یا ستاسو لپاره د خوړو چمتو کولو څه ویل شوي دي»؟ موږ وویل: هو ای د الله رسوله! وېې فرمايل: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو په دې وخت کې شپون رمه پنډغالي ته دننه کړه او یو ورئ ورسره وه چې رمباړې یې وهلۍ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «فلانیه څه شی یې وزېږاوه؟» هغه وویل: ښځه بچۍ یې زېږولې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« پر ځای یې موږ ته پسه حلال کړه» بیایې وفرمایل: «ګمان مه کوئ» چې ستاسو په خاطر مو پسه حلال کړ، زه سل پسونه لرم نه غواړم چې شمېر یې لدې زیات شي، کله چې د شپون په (رمه کې) ښځینه سېرلۍ وزېږېږي، پر ځای یې موږ پسه حلالوو» وایي: ما وویل: اې د الله رسوله! زه یوه پوچ خولې مېرمن لرم (یعنې تېره ژبه لري) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: طلاقه یې کړه، هغه وویل: ای د الله رسوله! ما سره یې ډېر وخت تېر کړی او اولادونه ترې لرم، وایي «نو نصیحت ورته وکړه» وایي: «نو که خېر پکی وي ستا خبره به ومني، او خپله ښځه دې د وینځې په څېر مه وهه» ما وویل: ای د الله رسوله! د اوداسه په باره کې معلومات راکړه، ویې فرمایل: "پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې".أبو داود، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
له أبو مالک الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».مسلم روايت کړی دی