PS
محمدي اخلاق
نبوي لارښوونې
7 حديث
په پاکوالي کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه
1
په لمانځه کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه
1
په نکاح او خپلې کورنۍ سره په ژوند تېرولو کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه
1
7 حديث
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خپلو ټولو چارو کې په ښي (غړي یا اړخ) پېل وکړي.
متفق علیه دی
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله.
متفق علیه دی
له زینب بنت جحش رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویره کې هغې ته ورغی او ویې فرمایل: «له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو» بیا یې خپله غټه او ورسره ګوته حلقه کړې(یعنې لږه برخه یې پاتې شوه)، زینب بنت جحش رضي الله عنها فرمایي نو ما وویل چې ای د الله رسوله! آیا موږ به هلاک شو په داسې حال کې چې زموږ په مینځ کې صالح خلک دي؟ ويې ويل: «هو، کله چې فسق او فجور زیات شي».
متفق علیه دی
عن عائشة رضي الله عنها قالت: كان رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم إذا فَاتَتْهُ الصَّلَاةُ مِنَ الليلِ مِن وَجَعٍ أَوْ غَيْرِهِ، صَلَّى من النَّهَارِ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً.
رواه مسلم
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې: د پېغمبر ﷺ د صحابه کرامو څخه څو تنو د هغه ﷺ له مېرمنو څخه د هغو عملونو په اړه پوښتنه وکړه چې هغه یې په پټه کوي؟ (کله چې خبر شول) نو ځینو یې وویل: زه به له ښځو سره واده نه کوم، او ځینو وویل: زه به غوښه نه خورم، او ځینو وویل: زه به پر بستره کې نه ویده کېږم (یعني همیشه به عبادت کوم)، نو پېغمبر ﷺ وفرمایل: «څه حال دی د هغو خلکو چې داسې او داسې یې ویلي؟ خو زه لمونځ کوم او ویده کېږم، روژه نیسم او بوزه کېږم، او له ښځو سره واده کوم، نو څوک چې زما له سنت (طریقې) نه مخ اړوي، هغه زما له امت څخه نه دی».
متفق علیه دی
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: إِنَّ خَيَّاطًا دَعَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِطَعَامٍ صَنَعَهُ، قَالَ أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ: فَذَهَبْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى ذَلِكَ الطَّعَامِ، فَقَرَّبَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خُبْزًا وَمَرَقًا، فِيهِ دُبَّاءٌ وَقَدِيدٌ، فَرَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَتَبَّعُ الدُّبَّاءَ مِنْ حَوَالَيِ القَصْعَةِ، قَالَ: فَلَمْ أَزَلْ أُحِبُّ الدُّبَّاءَ مِنْ يَوْمِئِذٍ.
متفق عليه
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ ادْعُ عَلَى المُشْرِكِينَ قَالَ: «إِنِّي لَمْ أُبْعَثْ لَعَّانًا، وَإِنَّمَا بُعِثْتُ رَحْمَةً».
رواه مسلم