حديث للعالم
الموضوع

سیرت او تاریخ

38 حديث

38 حديث

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خپلو ټولو چارو کې په ښي (غړي یا اړخ) پېل وکړي.متفق علیه دی
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما «أنَّ رسُول الله -صلَّى الله عليه وسلَّم- دَخَل مكَّة مِن كَدَاٍء، مِن الثَنِيَّة العُليَا التِّي بالبَطحَاءِ، وخرج من الثَنِيَّة السُفلَى».متفق عليه
كَانَ ابنُ عمرَ -رضِيَ الله عنهما- يَقُول لِلرَّجُل إِذَا أَرَادَ سَفَرًا: ادْنُ مِنِّي حَتَّى أُوَّدِعَكَ كَمَا كَان رسولُ الله -صلَّى الله عليه وسلَّم- يُوَدِّعُنَا، فَيقُول: «أَسْتَوْدِعُ الله دِينَكَ، وَأَمَانَتَكَ، وَخَوَاتِيمَ عَمَلِكَ». وعن عبد الله بن يزيد الخطمي رضي الله عنه- قال: كَانَ رسُول الله -صلَّى الله عليه وسلَّم- إِذَا أَرَادَ أَنْ يُوَدِّعَ الجَيشَ، قال: «أَسْتَودِعُ الله دِينَكُم، وَأَمَانَتَكُم، وخَوَاتِيمَ أَعْمَالِكُم».الحديث الأول: رواه أبو داود، والتَرمذي واللفظ له، وابن ماجه والنسائي في الكبرى وأحمد. الحديث الثاني: رواه أبو داود والنسائي الكبرى
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله.متفق علیه دی
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله.متفق علیه دی
له زینب بنت جحش رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویره کې هغې ته ورغی او ویې فرمایل: «له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو» بیا یې خپله غټه او ورسره ګوته حلقه کړې(یعنې لږه برخه یې پاتې شوه)، زینب بنت جحش رضي الله عنها فرمایي نو ما وویل چې ای د الله رسوله! آیا موږ به هلاک شو په داسې حال کې چې زموږ په مینځ کې صالح خلک دي؟ ويې ويل: «هو، کله چې فسق او فجور زیات شي».متفق علیه دی
له أبو سعید الخدری - رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې پېغلې نه هم ډیر حیاناک و چې په خپل کور کې په پرده کې وي، نو کله به يې چې داسې یو څه ولیدل چې کرکه به يې ترې کوله، نو موږ به يې (اغیزه) د هغه په مخ کې پېژندله.متفق علیه دی
عن عائشة رضي الله عنها قالت: كَانَ كَلاَمُ رَسُولِ الله -صلَّى الله عليه وسلَّم- كَلاَمًا فَصلاً يَفْهَمُهُ كُلُّ مَنْ يَسْمَعُهُ.رواه أبو داود واللفظ له، والتُرمذي والنسائي وأحمد
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و».متفق علیه دی
له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».احمد روايت کړی دی
د ابو بکر صدیق رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: ما د مشرکانو پښې زموږ د سرونو د پاسه ولیدلې، حال دا چې موږ په غار کې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که له دوی څخه یو کس خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: «اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې الله تعالی یې درېیم وي»؟متفق علیه دی
عن أنس بن مالك رضي الله عنه أَنَّ النَبيَّ -صلَّى الله عليه وسلَّم- كَان إِذَا تَكَلَّمَ بِكَلِمَةٍ أَعَادَهَا ثَلاَثًا حَتَّى تُفْهَمَ عَنْهُ، وَإِذَا أَتَى عَلَى قَوْمٍ فَسَلَّمَ عَلَيهِم سَلَّمَ عَلَيهِم ثَلاَثًا.رواه البخاري
عن أبي هريرة رضي الله عنه : أن رجلًا أتى النبي صلى الله عليه وسلم يَتَقَاضَاهُ فَأغْلَظَ له، فَهَمَّ به أصحابه، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «دَعُوه، فإن لِصَاحب الحَقِّ مَقَالا» ثم قال: «أعْطُوهُ سِنًّا مِثْل سِنِّهِ» قالوا: يا رسول الله، لا نَجِدُ إلا أمْثَلَ مِنْ سِنِّهِ، قال: «أعْطُوه، فإن خَيْرَكم أحْسَنُكُم قَضَاء».متفق عليه
عن عائشة رضي الله عنها قالت: قَدِمَ نَاسٌ مِنَ الأَعْرَابِ عَلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فقالوا: أَتُقَبِّلُونَ صِبْيَانَكُمْ؟ فقال: «نعم» قالوا: لَكِنَّا واللهِ ما نُقَبِّلُ! فقال رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : «أَوَ أَمْلِكُ إن كانَ اللهُ نَزَعَ مِنْ قُلُوبِكُم الرَّحْمَةَ!».متفق عليه
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې:« له هغه څه نه چې ما تاسو ته منع کړي یاست، له هغې څخه ډډه وکړئ او په هغه څه مې چې درته امر کړی، څومره چې کولی شئ هغه پر ځای کړئ، ځکه چې ستاسو څخه مخکې خلک د دوی د ډیرو پوښتنو او د انبیاوو په وړاندې د دوی د مخالفت له امله هلاک شوي دي».متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
عن عائشة رضي الله عنها قالت: كان رسولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم إذا فَاتَتْهُ الصَّلَاةُ مِنَ الليلِ مِن وَجَعٍ أَوْ غَيْرِهِ، صَلَّى من النَّهَارِ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ رَكْعَةً.رواه مسلم
عن أنس رضي الله عنه قَالَ: كُنْتُ أمشي مَعَ رسول الله صلى الله عليه وسلم وَعَلَيْهِ بُرْد نَجْرَانيٌّ غَلِيظُ الحَاشِيَةِ، فأدْرَكَهُ أعْرَابِي فَجَبذَهُ بِرِدَائِهِ جَبْذَة شَديدة، فَنَظَرْتُ إِلَى صَفْحَةِ عَاتِقِ النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم وَقَدْ أثَّرَتْ بِهَا حَاشِيَة الرِّدَاءِ مِنْ شِدَّةِ جَبْذَتِه، ثُمَّ قَالَ: يَا مُحَمَّدُ، مُر لِي مِنْ مَالِ اللهِ الَّذِي عِنْدَكَ. فَالتَفَتَ إِلَيْهِ، فَضَحِكَ ثُمَّ أَمَرَ لَهُ بِعَطَاءٍ.متفق عليه
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه مرفوعاً: أنَّ ناسًا من الأنصارِ سألوا رسولَ الله - صلى الله عليه وسلم - فأعطاهم، ثم سألوه فأعطاهم، حتى نَفِدَ ما عنده، فقال لهم حين أنفقَ كلَّ شيءٍ بيده: «ما يَكُنْ عندي من خيرٍ فلن أَدَّخِرَهُ عَنْكُم، ومَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفِّهُ اللهُ، ومَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللهُ، ومَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ اللهُ. وما أُعْطِيَ أَحَدٌ عطاءً خَيرًا وأَوسع من الصبرِ».متفق عليه
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې: د پېغمبر ﷺ د صحابه کرامو څخه څو تنو د هغه ﷺ له مېرمنو څخه د هغو عملونو په اړه پوښتنه وکړه چې هغه یې په پټه کوي؟ (کله چې خبر شول) نو ځینو یې وویل: زه به له ښځو سره واده نه کوم، او ځینو وویل: زه به غوښه نه خورم، او ځینو وویل: زه به پر بستره کې نه ویده کېږم (یعني همیشه به عبادت کوم)، نو پېغمبر ﷺ وفرمایل: «څه حال دی د هغو خلکو چې داسې او داسې یې ویلي؟ خو زه لمونځ کوم او ویده کېږم، روژه نیسم او بوزه کېږم، او له ښځو سره واده کوم، نو څوک چې زما له سنت (طریقې) نه مخ اړوي، هغه زما له امت څخه نه دی».متفق علیه دی
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې تکراره وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې لکه د تېز باد په څېر په سخاوتمندۍ کې تېز و.متفق علیه دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و.متفق علیه دی
له اسود بن یزید څخه روایت دی وایي چې: له عایشې رضي الله عنها څخه می پوښتنه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کور کې څه کول؟ هغې وویل: هغه به خپلې کورنۍ په کارونو -ورسره مرستې کولو- بوخت و، نو کله به چې د لمانځه وخت راغلی، لمانځه ته به ووت.بخاري روايت کړی دی
عن أنس رضي الله عنه ، قَالَ: مَا مَسِسْتُ دِيبَاجاً وَلاَ حَرِيراً ألْيَنَ مِنْ كَفِّ رسولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، وَلاَ شَمَمْتُ رَائِحَةً قَطُّ أطْيَبَ مِنْ رَائِحَةِ رسولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، وَلَقَدْ خدمتُ رسول اللهِ صلى الله عليه وسلم عَشْرَ سنين، فما قَالَ لي قَطُّ: أُفٍّ، وَلاَ قَالَ لِشَيءٍ فَعَلْتُهُ: لِمَ فَعَلْتَه؟، وَلاَ لشَيءٍ لَمْ أفعله: ألاَ فَعَلْتَ كَذا؟.متفق عليه. تنبيه: أخرجه البخاري ومسلم في حديثسن متفرقين في موضعين
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو کارونو ترمنځ د ټاکلو واک نه دی ورکړل شوی مګر دا چې د دواړو ترمنځه یې اسان غوره کړی دی، پدې شرط چې ګناه به نه وه، که چېرته به ګناه وه نو تر ټرلو لرې انسان به ترې دی و، او هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په هېڅ شي کې د ځان لپاره غچ نه دی اخیستلی مګر دا چې د الله حرمت به د پښو لاندې شو، نو د الله لپاره به یې غچ اخېسته.متفق علیه دی