حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فقه او اصول یې

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:

متاح بـ 42 لغة
«له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریح کړه چې د یو سړي اجر او ثواب د امام سره په جماعت لمانځه کې د پنځه ویشتو هغو لمونځونو څخه غوره دی چې هغه یې په ​​خپل کور یا بازار کې یوازې کوي، بیا يې یادونه وکړه چې د شپې او ورځې ملائکې د سهار په لمانځه کې سره یوځای کېږي، بیا ابو هریره رضی الله عنه د دې خبرې لپاره د دلیل په توګه وویل: که خوښ ګڼئ نو (د الله تعالی دا قول ولولئ): [یقینا لمونځ دسبا ته حاضرېدلی شي ( ملاېکې)] [الإسراء سورت: 78 آیت]، يعنې د سهار لمانځه ته د شپې او ورځې ملائکې دواړه حاضرېږي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية