حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:

متاح بـ 60 لغة
«له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګنده کړه چې جنت ته به يوازې مؤمنان داخليږي، او ايمان نه بشپړيږي او د اسلامي ټولنې حالت تر هغې نه سمېږي تر څو په خپلو کې له يو بل سره مينه ولري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره کارونو ته لارښوونه وکړه چې له لارې یې مینه عامېږي، هغه د مسلمانانو ترمنځ د سلام اچولو خپرول دي، چې الله جل جلاله د خپلو بندګانو لپاره ستړي مه شي ګرځولې ده.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية