حديث للعالم
فضیلتونه

په اندامونو د عملونو فضیلت

6 حديث

6 حديث

له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي".متفق علیه دی
له ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَفْضَلُ دِينَارٍ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ، دِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى عِيَالِهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ عَلَى دَابَّتِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى أَصْحَابِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ» "تر ټولو غوره دینار چې یو سړی یې لګوي هغه دی چې سړی یې په خپلو اولادونو مصرفوي او هغه دینار چې سړی یې د الله په لار کې په خپلۍ سپرلۍ مصرفوي او هغه دینار چې د الله په لار کې یې په خپلو ملګرو مصرفوي" ابو قلابة وويل: او په عیال یې پيل وکړ، بيا ابو قلابه وويل: له هغه سړي به د چا اجر لوی وي چې په خپلو وړو اولادونو لګښت کوي، پرده یې کوي (له احتیاج نه یې ساتي) او یا دا چې په ده سره الله هغوی ته فایده رسوي او له احتیاج نه یې ساتي.مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبو سره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستۍ څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو پاک راووځي».مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «من قتل وَزَغَةً فِي أَوَّلِ ضَرْبَةٍ فله كذا وكذا حسنة، ومن قتلها في الضَّرْبَةِ الثانية فله كذا وكذا حسنة دون الأولى، وإن قتلها في الضربة الثالثة فله كذا وكذا حسنة». وفي رواية: «من قتل وَزَغًا في أول ضربة كتب له مائة حسنة، وفي الثانية دون ذلك، وفي الثالثة دون ذلك».رواه مسلم
عن أبي سعيد الخُدْرِي رضي الله عنه قال: جاءت امرأة إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالت: يا رسول الله، ذهب الرجال بِحَدِيثِكَ، فاجْعَل لنَا من نَفْسِك يومًا نَأتِيكَ فيه تُعَلِّمُنَا مما عَلَّمَكَ الله، قال: «اجْتَمِعْنَ يَوَم كَذَا وكَذَا» فَاجْتَمَعْنَ، فأتَاهُنَّ النبي صلى الله عليه وسلم فَعَلَّمَهُنَّ مما عَلَّمَهُ الله، ثم قال: «ما مِنْكُنَّ من امرأة تُقَدِّمُ ثَلاَثَة من الولد إلا كانوا حِجَابًا من النَّارِ» فقالت امرأة: واثنين؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «واثنين».متفق عليه