حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 62 لغة
«له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې هغې ښځې ته پاملرنه وکړي چې خاوند یې مړ شوی وي او څوک یې نه وي چې د چارو سرپرستي یې وکړي، همدا رنګه اړمن مسکین ته او د الله جل جلاله د ثواب په تمه په دوی مصرف کوي؛ نو دی په اجر او ثواب کې د هغه چا په څېر دی چې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کوي، یا د هغه تهجد کوونکي په څېر چې نه ستړی کیږي، او هغه روژه نیونکی چې پرلپسې روژه وي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية