حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

متاح بـ 55 لغة
«له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: د مؤمن سړي او مؤمنې ښځې - په روغتیا، بدن، اولاد، ناروغۍ، مرګ، د اولاد نافرمانۍ او نورو حالاتو کې - مصیبت او امتحان هېڅکله نه جلاکېږي، او د هغه په مال کې غریبي او د تجارت له منځه تلل، مال یې غلا کېدل، معیشت په ټپه درېدل د رزق تنګوالی او داسې نور، تر دې چې په دې مصیبتونو سره الله تعالی د هغه ټول ګناهونه او تېروتنې وبخښي او کله چې د الله سره مخ کیږي، نو دی به له ټولو هغو ګناهونو پاک شوی وي چې پخوا یې کړي وو.

المصدر
الترمذي او احمد روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية