حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی:

متاح بـ 39 لغة
«له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عطاء بن ابی رباح ته وویل: آیا یوه جنتۍ ښځه در ونه ښیم؟ عطا وویل: ولې نه، ویې ویل: دا توره حبشۍ ښځه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ویې ویل: زه ناروغي لرم او بې هوښه کېږم، او زما د بدن څخه یوه برخه لوڅېږي حال دا چې زه نه پوهېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې ما روغه کړي، هغه وفرمایل: که وغواړې صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که غواړې له الله تعالی څخه به سوال وکړم چې روغه دې کړي، هغې وویل: صبر به وکړم، بیا یې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې د بې هوښۍ پر مهال بربنډه نه شم، نو له الله تعالی څخه یې ورته وغوښته.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية