حديث للعالم
د کورنۍ فقه

د مېرمنو حکمونه

10 حديث

10 حديث

ابو سعید الخدري رضي الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې وه».مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ». "مومن سړی دې له مؤمنې ښځې کرکه نه كوي، که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل به یې خوښ شي» -رواي وایي چې-او یا یې وویل چې بل یو یې (یعنې بل خوی به یې خوښ شي).مسلم روايت کړی دی
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو، هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.متفق علیه دی
عن أبي شريح خويلد بن عمرو الخزاعي و أبي هريرة رضي الله عنهما عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «اللَّهُمَّ إِنِّي أُحَرِّجُ حَقَّ الضَعِيفَين: اليَتِيم والمَرْأَة».حديث أبي شريح رواه النسائي. وحديث أبي هريرة رواه ابن ماجه وأحمد
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده».مسلم روايت کړی دی
له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېګانه ښځو ته له ورتللو ډډه وکړئ» نو یوه انصاري وویل: اې د الله رسوله! د خاوند د خپلوانو په اړه خبر راکړه، هغه وویل: «د خاوند خپلوان مرګ دی».متفق علیه دی
له اسود بن یزید څخه روایت دی وایي چې: له عایشې رضي الله عنها څخه می پوښتنه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کور کې څه کول؟ هغې وویل: هغه به خپلې کورنۍ په کارونو -ورسره مرستې کولو- بوخت و، نو کله به چې د لمانځه وخت راغلی، لمانځه ته به ووت.بخاري روايت کړی دی
عن أبي سعيد الخُدْرِي رضي الله عنه قال: جاءت امرأة إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالت: يا رسول الله، ذهب الرجال بِحَدِيثِكَ، فاجْعَل لنَا من نَفْسِك يومًا نَأتِيكَ فيه تُعَلِّمُنَا مما عَلَّمَكَ الله، قال: «اجْتَمِعْنَ يَوَم كَذَا وكَذَا» فَاجْتَمَعْنَ، فأتَاهُنَّ النبي صلى الله عليه وسلم فَعَلَّمَهُنَّ مما عَلَّمَهُ الله، ثم قال: «ما مِنْكُنَّ من امرأة تُقَدِّمُ ثَلاَثَة من الولد إلا كانوا حِجَابًا من النَّارِ» فقالت امرأة: واثنين؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «واثنين».متفق عليه
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوی او یا کوچني اختر کې عیدګاه ته راووت، نو د ښځو تر څنګ تېر شو او ویې ویل: «يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا». «اې د ښځو ټولیه! صدقه ورکړئ ځکه چې د دوزخ زیاتره خاوندان ماته تاسو راوښودل شوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، د کوم کار له امله؟ ویې ویېل: تاسو ډېر لعنت وایئ، او د خپلو خاوندانو ناشکري کوئ، ما هېڅکله ستاسو په څېر بل څوک د عقل او دین له اړخه نېمګړي نه دي لېدلي چې یو هوښیار سړی له عقل نه خلاص کړي»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! پدې کې زمونږ د دین او عقل څه نېمګړتیا ده؟ هغه وویل: "ایا د یوې ښځې شاهدي د نارینه د نیمایي شاهدۍ سره برابره نه ده؟" هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: « دا یې د عقل نیمګړتیا ده. آیا داسې نه ده چې کله پرې حیض راشي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي؟ هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: "دا یې د دین له نیمګړتیا څخه ده".متفق علیه دی
عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه سمع النبي صلى الله عليه وسلم يقول: «لا يَخْلُوَنَّ رجلٌ بامرأةٍ، ولا تسافِرَنَّ امرأةٌ إلا ومعها محرمٌ»، فقام رجل فقال: يا رسول الله، ‌اكتتبت في غزوة كذا وكذا، وخرجت امرأتي حاجة، قال: «اذهب فحج مع امرأتك».متفق عليه