فقه او اصول یې
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوی او یا کوچني اختر کې عیدګاه ته راووت، نو د ښځو تر څنګ تېر شو او ویې ویل:
متاح بـ 51 لغة
«له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوی او یا کوچني اختر کې عیدګاه ته راووت، نو د ښځو تر څنګ تېر شو او ویې ویل: «يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا».
«اې د ښځو ټولیه! صدقه ورکړئ ځکه چې د دوزخ زیاتره خاوندان ماته تاسو راوښودل شوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، د کوم کار له امله؟ ویې ویېل: تاسو ډېر لعنت وایئ، او د خپلو خاوندانو ناشکري کوئ، ما هېڅکله ستاسو په څېر بل څوک د عقل او دین له اړخه نېمګړي نه دي لېدلي چې یو هوښیار سړی له عقل نه خلاص کړي»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! پدې کې زمونږ د دین او عقل څه نېمګړتیا ده؟ هغه وویل: "ایا د یوې ښځې شاهدي د نارینه د نیمایي شاهدۍ سره برابره نه ده؟" هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: « دا یې د عقل نیمګړتیا ده. آیا داسې نه ده چې کله پرې حیض راشي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي؟ هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: "دا یې د دین له نیمګړتیا څخه ده".»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








