حديث للعالم
زړه نرموونکي بیانونه او نصیحتونه

د جنت او دوزخ صفتونه.

17 حديث

17 حديث

عبادة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي: "څوک چې شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نلري، او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه رسول دی، او دا چې پر هغه یې د (کُن) په کلمې سره مریم علیها السلام ته د جبریل علیه السلام په واسطه زیری ورکړی، او دا چې د هغه له طرفه روح دی (چې جبریل علیه السلام د هغې په ګریوان کې پو کړی دی) ، او دا چې جنت حق دی او دوزخ حق دی، (چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي".متفق علیه دی
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "جنت ستاسو څخه یو تن ته د هغه د بوټانو له تسمې څخه ډیر نږدې دی او دوزخ هم همداسې دی".بخاري روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إنَّ في الجنَّة مائةَ دَرَجَة أعَدَّهَا الله للمُجاهِدين في سَبِيل الله ما بَيْنَ الدَّرَجَتَيْنِ كما بين السماء والأرض».رواه البخاري
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی»، ابو سعيد دې خبرې ته حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! بیا یې راته تکرار کړه» نو رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا یې وویل: «او بل عمل چې له امله یې سړی په جنت کې سل درجې لوړېږي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله د آسمان او ځمکې ترمنځ ده»، ابو سعيد پوښتنه وکړه: یا رسول الله ﷺ هغه څه دي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».مسلم روايت کړی دی
عن أنس بن مالك رضي الله عنه مرفوعاً: «يُؤتى بأنعم أهل الدنيا من أهل النار يوم القيامة، فَيُصْبَغُ في النار صَبْغَةً، ثم يقال: يا ابن آدم، هل رأيت خيرًا قطُّ؟ هل مَرَّ بك نَعِيمٌ قطُّ؟ فيقول: لا والله يا رب، وَيُؤْتَى بأشدِّ الناس بُؤسًا في الدنيا من أهل الجَنَّة، فَيُصْبَغُ صَبْغَةً في الجنَّة، فيقال له: يا ابن آدم، هل رأيت بُؤسًا قط؟ هل مَرَّ بك شِدَّةٌ قط؟ فيقول: لا والله، ما مَرَّ بي بُؤْسٌ قطٌّ، ولا رأيت شِدةً قَطُّ».رواه مسلم
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه مرفوعاً: «يُؤْتَى بجهنم يومئذ لها سبعون ألف زِمَامٍ مع كل زمام سبعون ألف ملك يَجُرُّونَهَا».رواه مسلم
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « سَيْحَانُ وَجَيْحَانُ وَالفُرَاتُ والنِّيل كلٌّ من أنهار الجنة».رواه مسلم
ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو -بدله دا ده- چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هېڅکله به نه مړه کېږئ او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زوړوالی درباندې نه راځي، او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به درباندې بېچارګي نه راځي» ، او دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایلي یې دي:{وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} [الأعراف: 43]. (یعنې او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).مسلم روايت کړی دی
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟ نو وبه وایي: زه به تاسو ته له دې نه هم زیات غوره څه درکړم؟ هغوی به ووایي: اې ربه! لدې به نور کوم څه زیات غوره وي؟ هغه به وفرمایي: زه به تل له تاسو څخه د تل لپاره راضي یم او هېڅکله به درڅخه ناراضه نه شم».متفق علیه دی
له ابو موسیٰ رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یوه خیمه شته چې له صدف (ملغلرې) جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې به د مومن لپاره ميرمنې وي، په دوی ټولو به ګرځي، خو یو بل نه ویني".متفق علیه دی
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوی او یا کوچني اختر کې عیدګاه ته راووت، نو د ښځو تر څنګ تېر شو او ویې ویل: «يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا». «اې د ښځو ټولیه! صدقه ورکړئ ځکه چې د دوزخ زیاتره خاوندان ماته تاسو راوښودل شوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، د کوم کار له امله؟ ویې ویېل: تاسو ډېر لعنت وایئ، او د خپلو خاوندانو ناشکري کوئ، ما هېڅکله ستاسو په څېر بل څوک د عقل او دین له اړخه نېمګړي نه دي لېدلي چې یو هوښیار سړی له عقل نه خلاص کړي»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! پدې کې زمونږ د دین او عقل څه نېمګړتیا ده؟ هغه وویل: "ایا د یوې ښځې شاهدي د نارینه د نیمایي شاهدۍ سره برابره نه ده؟" هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: « دا یې د عقل نیمګړتیا ده. آیا داسې نه ده چې کله پرې حیض راشي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي؟ هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: "دا یې د دین له نیمګړتیا څخه ده".متفق علیه دی
ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی» ابو هریره وايي: که وغواړئ دا آیت ولولئ: ترجمه: "نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي" [السجدة سورت: ۱۷ آیت].متفق علیه دی
10409- عنْ عِياض بن حِمارِ المُجاشِعِي رضي الله عنه ؛ أَنَّ رسولَ اللهِ ﷺ قال: «وأَهْلُ الجَنَّةِ ثَلاثَةٌ : ذو سُلْطانِ مُقْسِطٌ مُتَصَدِّقٌ مُوَفَّقٌ، وَرَجُلٌ رَحِيمٌ رَقيقُ القَلْبِ لِكُلِّ ذِي قُربى، ومُسلِم وعَفيفٌ مُتَعَفِّفٌ ذو عِيال». صحیح مسلم له عیاض بن حِمارِ المُجاشِعِي څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمايلي: «جنتیان دری ډوله دي: (۱) عادل، صدقه کوونکی او په کارونو کې موفق واکمن، (۲) بل هغه سړی چې مهربان او له هر خپلوان سره د نرم زړه خاوند وي، (۳) بل هغه مسلمان چې [له حرامو] پاکلمن وي او له سوال څخه ځان ساتونکی د بچیانو خاوند وي».
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «عُذِّبت امرأة في هِرَّة سَجَنَتْها حتى ماتت، فدخلت فيها النار، لا هي أطعمتها ولا سَقتها، إذ حبستها، ولا هي تَركتْها تأكل مِن خَشَاشِ الأرض».متفق عليه
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده " وویل شو: اې د الله رسوله! که څه هم - د دنیا اور د خلکو د تعذیب لپاره - بسنه کوله! هغه وفرمایل: د آخرت اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیات تودوالی ورکړل شوی دی، چې هره درجه یې په تودوالي کې د دنیا د اور په څېر ده».متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله ﷺ وفرمايل: «کله چې تاسې له الله تعالی څخه غوښتنه کوئ، نو فردوس جنت ترې غواړئ؛ ځکه هغه غوره او تر ټولو بره جنت دی» -زما په ګومان داسې یې وفرمایل:- «د هغه له پاسه د رحمن ذات عرش دی او له هماغه څخه د جنت ویالې رابهېږي».   التخريج: صحيح البخاري  كِتَابُ الْجِهَادِ وَالسِّيَرِ  بَابُ دَرَجَاتِ الْمُجَاهِدِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، رقم الحديث :2790