PS
زړه نرموونکي بیانونه او نصیحتونه
دنیا سره د محبت کولو بدي
8 حديث
د زړونو عملونه
14
خاکساري او عاجزي
2
د نیکانو حالتونه
4
د ګناهونو بدي
6
دنیا سره د محبت کولو بدي
8
د خواهشاتو او شهوتونو بدي
1
توبه
3
د نفسونو پاکوالی
9
د جنت او دوزخ صفتونه.
17
8 حديث
ابو سعید الخدري رضي الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې وه».
مسلم روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی".
مسلم روايت کړی دی
عن سهل بن سعد الساعدي ـرضي الله عنه- قَالَ رَسُول اللَّه -صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم-: «لو كانت الدنيا تَعدل عند الله جَناح بَعوضة، ما سَقَى كافراً منها شَرْبَة ماء».
رواه الترمذي
عن أنس رضي الله عنه مرفوعاً: «يَتْبَعُ الميتَ ثلاثةٌ: أهْلُه ومَالُه وعَمَلُه، فيرجع اثنان ويَبْقى واحد: يرجع أهْلُه ومَالُه، ويبقى عَمَلُه».
متفق عليه
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
متفق علیه دی
له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»
بخاري روايت کړی دی
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي).
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: "د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې".
بخاري روايت کړی دی