PS
زړه نرموونکي بیانونه او نصیحتونه
د زړونو عملونه
14 حديث
د زړونو عملونه
14
خاکساري او عاجزي
2
د نیکانو حالتونه
4
د ګناهونو بدي
6
دنیا سره د محبت کولو بدي
8
د خواهشاتو او شهوتونو بدي
1
توبه
3
د نفسونو پاکوالی
9
د جنت او دوزخ صفتونه.
17
14 حديث
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی: يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.
متفق علیه دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
مسلم روايت کړی دی
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د هغه د مرګ نه درې ورځې مخکې اورېدلي چې وییل یې: «په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري».
مسلم روايت کړی دی
له نواس بن سمعان الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د نیکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: «الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي».
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
مسلم روايت کړی دی
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «دار و مدار د عملونو په نيت سره دى او هر انسان ته يوازې هغه څه حاصل دي چې د هغه نيت يې کړى وي، نو د چا هجرت چې د الله او د هغه د رسول لپاره وي، نو هجرت یې د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او د چا هجرت چې د دنیا لپاره وي تر څو یې تر لاسه کړي، او یا د ښځې لپاره چې نکاح یې کړي، نو هجرت یې د هغه څه لپاره دی چې نیت یې کړی وي» او د بخاري الفاظ داسې دي: "«بېشکه دار و مدار د عملونو په نیتونو سره دی، او د هر انسان لپاره هغه څه دي چې هغه يې اراده کړي وي».
متفق علیه دی
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ». «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي».
مسلم روايت کړی دی
له عیاض بن حِمَار المجاشعي رضي الله عنه څخه روايت دی وایي چې: یوه ورځ رسول الله ﷺ زمونږ په منځ کې خطبه کوونکی ودرید او ویې فرمایل: بیا یې حدیث بیان کړ او پکې یې وفرمایل: «او الله ماته وحی کړی چې تاسو عاجزي وکړئ، تر څو هېڅوک د بل پر وړاندې پر ځان ونه ویاړي او هېڅوک په بل چا تېری ونه کړي».
مسلم روايت کړی دی
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".
متفق علیه دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «النَّاسُ مَعَادِن كَمَعَادِن الذَّهَب وَالفِضَّة، خِيَارُهُم فِي الجَاهِلِيَّة خِيَارُهُم فِي الإِسْلاَم إِذَا فَقُهُوا، والأَرْوَاحُ جُنُودٌ مُجَنَّدَة، فَمَا تَعَارَفَ مِنْهَا ائتَلَفَ، وَمَا تَنَاكَرَ مِنْهَا اخْتَلَفَ». وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم: «تَجِدُون النَّاسَ مَعَادِن: خِيَارُهُم فِي الجَاهِليَّة خِيَارُهُم فِي الإِسْلاَم إِذَا فَقِهُوا، وَتَجِدُون خِيَار النَّاس فِي هَذَا الشَّأْن أَشَدُّهُم كَرَاهِيَة لَه، وَتَجِدُون شَرَّ النَّاس ذَا الوَجْهَين، الَّذِي يَأْتِي هَؤُلاَء بِوَجه، وَهَؤُلاَء بِوَجْه».
الحديث الأول: متفق عليه، ولفظه لمسلم؛ وروى البخاري أوله، وروى آخره عن عائشة -رضي الله عنها-. الحديث الثاني: متفق عليه
له عبد الله بن عکیم - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «چا چې یو شي په ځان راوځړاوه نو همغه ته وروسپارل کیږي».
ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی
عن ابن عباس حسبنا الله ونعم الوكيل: «قالها إبراهيم عليه السلام حين أُلقي في النار، وقالها محمد صلى الله عليه وسلم حين قالوا: {إن الناس قد جمعوا لكم فاخشوهم فزادهم إيمانا، وقالوا: حسبنا الله ونعم الوكيل} [آل عمران: 173]».
رواه البخاري
عن جابر قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «إذا قضى أحدكم الصلاة في مسجده فليجعل لبيته نصيبًا من صلاته، فإن الله جاعلٌ في بيته من صلاته خيرًا».
رواه مسلم
له ام المؤمنین؛ ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي" ام سلمه رضي الله عنها وایي: کله چې ابو سلمه مړ شو، نو ما (له ځان سره) وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟ هغه لومړی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ئې هجرت وکړ، (خو بیا هم) ما دا دعا وکړه، نو همغه و چې په بدله کې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ.
مسلم روايت کړی دی