PS
زړه نرموونکي بیانونه او نصیحتونه
د نفسونو پاکوالی
9 حديث
د زړونو عملونه
14
خاکساري او عاجزي
2
د نیکانو حالتونه
4
د ګناهونو بدي
6
دنیا سره د محبت کولو بدي
8
د خواهشاتو او شهوتونو بدي
1
توبه
3
د نفسونو پاکوالی
9
د جنت او دوزخ صفتونه.
17
9 حديث
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".
الترمذي او احمد روايت کړی دی
له صهیب رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى".
مسلم روايت کړی دی
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له اوږې ونیولم او ویې ویل: «كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ»«په دنيا کې داسې اوسېږه لکه پردی يا مسافر»، او ابن عمر به وېیل: كله دې چې ماښام کړ نو د سهار انتظار مه كوه، او كله چې دې سهار کړ نو د ماښام انتظار مه كوه، روغتيا دې د ناروغۍ او ژوند دې د مرګ پر وړاندې غنیمت وګڼه.
بخاري روايت کړی دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "یو بل سره کینه مه کوئ، یو پر بل قیمت مه لوړوئ په داسې حال کې چې توکي اخېستونکي نه یاست، له یو بل سره کینه مه کوئ، یو بل ته شا مه اړوئ، او کله چې یو څوک اخیستل کوي نو د هغه د بېعې د پاسه تاسو بیعه مه کوئ (تر دې چې هغه سره یې خبره خلاصه شوې نه وي)، او یو بل سره د الله بندګان؛ وروڼه وروڼه شئ یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، ظلم پرې نه کوي او ځانته یې نه پرېږدي او نه یې سپکوي، تقوا دلته ده،"هغه درې ځلې خپلې سینې ته اشاره وکړه" د یو سړي لپاره دومره شر بسنه کوي چې خپل مسلمان ورور ته سپک وګوري، هر مسلمان پر بل مسلمان حرام دی، وینه یې، مال یې، او عزت یې.
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ».
متفق علیه دی
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دوه نعمتونه داسې دي چې ډېری خلک یې له پامه غورځوي: روغتیا او فارغ وخت».
بخاري روايت کړی دی
له أبو مالک الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».
مسلم روايت کړی دی
له سفیان بن عبد الله الثقفی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
مسلم او أحمد روایت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته به بل هېڅ سیوری نه وي: عادل پاچا، هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي، هغه سړی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره یو بل سره مینه لري، په همدې سره یو ځای شوي وي او په همدې سره جلا شوي وي، او هغه سړی چې یوې د منصب او ښکلا خاوندې ښځې (بدکارۍ) ته بلنه ورکړې وي خو هغه ویلي وي: زه له الله نه وېرېږم، او هغه سړی چې په پټه صدقه ورکړي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي ښي لاس یې څه ورکړي دي، او هغه سړی چې کله الله یاد کړي، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شي".
متفق علیه دی