حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 49 لغة
«له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «دوه نعمتونه داسې دي چې ډېری خلک یې له پامه غورځوي: روغتیا او فارغ وخت».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

نبي صلی الله علیه وسلم د الله تعالی له دوو لويو نعمتونو څخه خبر ورکړی، چې ډېری خلک پکې تاواني کېږي، ځکه هغوی دا نعمتونه په ناسم ځای کې لګوي؛ کله چې انسان ته روغتیا ورکړل شي او ورسره وزګار وي، نو په عبادت کې پرې سستي او تمبلي راځي چې پدې سره تاوانی دی او د ډېرو خلکو همدا حال دی، خو که خپل خالي وخت او روغتیا یې د الله په عبادت مصرف کړل کامیاب دی؛ ځکه دنیا د آخرت کرونده ده، او دلته هغه تجارت دی چې ګټه یې په آخرت کې څرګندېږي، خالي وخت پسې بوختیا راځي، روغتیا پسې ناروغي راځي، او که بل څه نه وي، نو زوړوالی (هرم) پخپله (د نعمتونو د پای ته رسېدو لپاره) بس دی.

المصدر
بخاري روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية