حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:

متاح بـ 70 لغة
«له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت ته د ننوتلو لوی لاملونه دوه دي چې هغه عبارت دي له : له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق. نو له الله جل جلاله څخه وېره دې ته وایي چې د الله تعالی د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له ممانعتونو څخه د ځان ساتلو لپاره ستاسو او د الله تعالی د عذاب تر منځه وقایه وګرځوي. او ښه اخلاق: چې په ورین تندي، احسان کولو او له ضرر څخه ځان ساتلو باندې کیږي. او دا چې اور ته د ننوتلو ستر لاملونه دوه لاملونه دي چې عبارت دي له: ژبې او شرمګاه څخه. نو د ژبې له ګناهونو څخه: دروغ ویل، غیبت، چغلګري او داسې نور دي. او د شرمګاه له ګناهونو څخه: زنا، لواطت او داسې نور دي.

المصدر
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية