حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 60 لغة
«له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ». «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې: مؤمن ټول خېر دی، خو هغه مؤمن چې په خپل ايمان، اراده، مال او د خېر په نورو برخو کې پياوړى وي، د الله تعالى په نزد له کمزوي مؤمن څخه غوره او ورته محبوب دى. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم مؤمن ته سپارښتنه کوي چې د دنیا او آخرت په چارو کې د ګټې اخیستنې لپاره اسباب وکاروي، په داسې حال کې چې په الله جل جلاله اعتماد وکړي، له هغه مرسته وغواړي او توکل پرې وکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کارونو په وړاندې چې په دنیا او اخرت کې ګټه رسوي له کمزورۍ، سستۍ او غفلت څخه منع فرمایلې ده. نو کله چې مؤمن په عمل کې زیار وباسي، اسباب وکاروي، له الله جل جلاله نه مرسته وغواړي او د خير غوښتنه ترې وکړي، بیا دې نو خپل ټول كارونه الله ته وسپاري او په دې دې پوه شي چې د الله تعالى ټاکنه کې خیر دی. نو که له هغې نه وروسته ورته کوم مصیبت ورسیږي، داسې دې نه وايي چې: "لو أني فعلتُ كان كذا وكذا"؛ "که داسې مې کړي وای نو داسې او داسې به شوي وو". "ځکه د (که) کلمه په تقدیر د نیوکي لپاره د شیطان کړنو ته لار پرانیزي" او په هغه څه پښېمانتیا رامنځته کوي چې له لاسه ورکړل شوی دی، خو د الله تعالی تقدیر ته په تسلیمېدو سره دې ووایي "د الله پریکړه ده او هغه چې څه وغواړي هغه کوي"، څه چې وشول د الله جل جلاله د خوښې او ارادې سره سم وشول، بېشکه الله جل جلاله هغه ذات دی چې څه وغواړي هغه کوي، د هغه پریکړه لره منع کوونکی او د حکم لره یې تعقیبوونکی نشته.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية