حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو مېرمنو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 66 لغة
«د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو مېرمنو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم غیب ویونکي ته له ورتګ څخه خبرداری ورکوي، او عراف : د غیب ویونکي، نجومي، په شګو کې خطونه کښونکی او داسې نورو کسانو ته وییل کیږي چې په غیبو د پوهېدلو لپاره پورته شیان کاروي - او کله چې څوک له دوی څخه یوازې پوښتنه وکړي (پرته لدې چې باور پرې وکړي) نو پوښتونکی به الله جل جلاله د څلویښتو ورځو لپاره د هغه د لمانځه له ثواب څخه محروم کړي او دا د هغه لپاره د دې لویې ګناه د کولو سزا ده.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية