PS
عقیده
نومونه او حکمونه
22 حديث
اسلام
3
د اسلام ماتوونکي (نواقض)
1
د جاهلیت مسألې
1
د ایمان زیاتیدل او کمیدل
5
د ایمان څانګې
3
کفر
2
شرک
4
نفاق
1
فسق
1
بدعت
2
22 حديث
له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی».
متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په نیکو عملونو کې بیړه وکړئ - مخکې له دې چې - لکه د تورې شپې د یوې برخې په څېر فتنې مو لاندې کړي - چې یو سړی به سهار مهال مؤمن او ماښام کافر وي، او یا به ماښام مهال مؤمن او سهار کافر وي، هغه به خپل دین د دنیا د ګټې په بدل کې پلوري».
مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «الإيمانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ أو بِضْعٌ وسِتُّونَ شُعْبَةً: فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ: لا إله إلا الله، وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ، وَالحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ».
متفق عليه
ابو هریره رضي الله عنه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: «یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي».
احمد روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».
متفق علیه دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هېڅ نه کمیږي، او چا چې ګمراهۍ ته بلنه ورکړه، نو دومره ګناه یې کیږي څومره چې د ګمراهۍ د پیروانو کیږي، پداسې حال کې چې د هغوی له ګناهونو څخه هېڅ نه کمیږي».
مسلم روايت کړی دی
له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».
احمد روايت کړی دی
د عبد الله بن عمروبن العاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت - فرمایي چا لره چې فالبینۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه شی دی، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او د خیر تمه او امید نه کیږي مګر ستا څخه ( مرغه یوازې ستا یو مخلوق دی چې نه ګټه رسولی شی او نه تاوان، بلکه ګټه یا تاوان رسوونکی یوازې ته یې) او ستا پرته بل معبود نشته.
احمد روايت کړی دی
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى». «په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال داسې دی لکه د بدن غړي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي».
متفق علیه دی
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هغه څوک له موږ څخه نه دی چې مخونه وهي، ګرېوانونه څیري کوي او د جاهلیت په (الفاظو) خېراوې کوي".
متفق علیه دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو مېرمنو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي».
مسلم روايت کړی دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ايمان څه د پاسه اويا څانګې، يا څه د پاسه شپېته څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو لاندې یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي، او حيا د ايمان يوه څانګه ده».
متفق علیه دی
له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».
ابو داود او احمد روايت کړی دی
له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».
متفق علیه دی
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
متفق علیه دی
له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې: «له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،
مسلم روايت کړی دی
له أبو مالک الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».
مسلم روايت کړی دی
له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایې: «ما وویل: اې د الله رسوله، ابن جدعان به په جاهلیت کې خپلوي ( صله رحمي ) پاللـه او مسکینانو ته به یې ډوډۍ ورکوله، نو آیا دا - کارونه - ورته ګټه رسوي؟ هغه وفرمایل: « ګټه ورته نه رسوي، هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه».
مسلم روايت کړی دی
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې وییل یې: «إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».
مسلم روايت کړی دی
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلاَوَةَ الإِيمَانِ: أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا، وَأَنْ يُحِبَّ المَرْءَ لاَ يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ".
متفق عليه
له عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «ذَاقَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا». "د ایمان خوند هغه چا څکلی دی چې په دې راضي وي چې الله تعالی یې رب، اسلام یې دین او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی".
مسلم روايت کړی دی
عن جابر بن عبد الله قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا خطب احمرَّتْ عيناه، وعلا صوته، واشتد غضبه، حتى كأنه مُنذِرُ جيشٍ يقول: صبَّحكم ومسَّاكم، ويقول: «بُعثتُ أنا والساعةُ كهاتين»، ويقرن بين إصبعيه السبابة، والوسطى، ويقول: «أما بعد، فإن خير الحديث كتاب الله، وخير الهدى هدى محمد، وشر الأمور محدثاتها، وكل بدعة ضلالة» ثم يقول: «أنا أولى بكل مؤمن من نفسه، من ترك مالًا فلأهله، ومن ترك دينًا أو ضَياعًا فإليَّ وعليَّ».
رواه مسلم