حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایې:

متاح بـ 71 لغة
«له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایې: «ما وویل: اې د الله رسوله، ابن جدعان به په جاهلیت کې خپلوي ( صله رحمي ) پاللـه او مسکینانو ته به یې ډوډۍ ورکوله، نو آیا دا - کارونه - ورته ګټه رسوي؟ هغه وفرمایل: « ګټه ورته نه رسوي، هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن جدعان په اړه چې له اسلام څخه مخکې د قریشو له مشرانو څخه و، وفرمایل: د هغه له نیکو اعمالو څخه دا دي چې خپلوانو سره خپلولي پالي، له هغوی سره نیکي کوي، مسکینانو ته خواړه ورکوي او داسې نور نیک کارونه کوي چې اسلام یې په تر سره کولو ټینګار کړی دی، نو په الله تعالی باندې د هغه د کفر له امله ورته دا کارونه په آخرت کې هیڅ ګټه نه رسوي، ځکه هغه یوه ورځ هم ندي ویلي چې: ربه، د قیامت په ورځ زما ګناه راوبخښه.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
كلمات مفتاحية
عقیدهاسلامکفر
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية