حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:

متاح بـ 71 لغة
«له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي د دوو خصلتونو په اړه پوښتنه وکړه: کوم چې د انسان لپاره جنت ته داخلېدل واجبوي، او کوم چې د انسان لپاره اور ته داخلېدل واجبوي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: هغه صفت چې انسان ته جنت لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې یوازې د یو الله عبادت کوي او له هغه سره یې هیڅ شرک نه وي کړی، او هغه صفت چې اور ته تلل لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې له الله سره یي څه شریک کړی وي، داسې چې له الله تعالی سره یې شریک او هم مثل په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې ګرځولی وي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية