PS
پر الله عزوجل ايمان
د الوهیت توحید
14 حديث
د ربوبيت توحيد
2
د الوهیت توحید
14
د أسماء او صفاتو توحید
24
14 حديث
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ» عمر رضي الله عنه وویل: په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې ما (دا ډول)قسم ندی خوړلی کله مې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، نه په قصدي توګه او نه دا چې د بل چا څخه حکایت وکړم.
متفق علیه دی
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
مسلم روايت کړی دی
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
بخاري روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: وویل شول چې: اې د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اې ابو هریره! یقینا ما فکر کوو چې ستا څخه پرته به هېڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړی پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي».
بخاري روايت کړی دی
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
متفق علیه دی
عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «من أصابته فَاقَة فأنْزَلها بالناس لم تُسَدَّ فَاقَتُهُ، ومن أنْزَلها بالله، فَيُوشِكُ الله له بِرزق عاجل أو آجل».
رواه أبو داود والترمذي وأحمد
عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وفرمایل: د کبیره ګناهونه تر ټولو لویه یې : د الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کيدل، او د الله له رحمت څخه امید قطع کول، او د الله له رحمت څخه نا هیله كيدل.
عبدالرزاق روايت کړی دی
له عبد الله بن عکیم - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «چا چې یو شي په ځان راوځړاوه نو همغه ته وروسپارل کیږي».
ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی
له طارق بن أشیم الأشجعي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: «چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی».
مسلم روايت کړی دی
له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".
مسلم روايت کړی دی
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».
متفق علیه دی
له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
متفق علیه دی
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي نو کوم یې چې خوښ دي دا دي چې تاسو یې عبادت وکړئ، هېڅ شی ورسره شریک نه کړئ او ټول د الله رسۍ کلکه ونیسئ او سره جلا نه شئ، او هغه چې نه یې خوښوي: تا ویلي ما ویلي، زیاتې پوښتنې کول او بې ځایه پېسې لګول دي».
مسلم روايت کړی دی