حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:

متاح بـ 62 لغة
«د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې چا له الله جل جلاله پرته د بل چا لپاره یو عمل تر سره کړ، پداسې حال کې چې باید الله جل جلاله ته یې تر سره کړي، لکه له الله پرته د بل چا رابلل، او یا له هغه پرته پر بل چا مرسته غوښتل او بیا پر همدې عمل مړ شي نو دی به له دوزخیانو څخه وي. او ابن مسعود رضي الله عنه زیاتوي چې څوک مړ شو، پداسې حال کې چې له الله جل جلاله سره یې شریک نه و رابللی، نو ورتګ یې جنت ته دی.

المصدر
متفق علیه دی
كلمات مفتاحية
عقیدهد الوهیت توحید
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية