حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 40 لغة
«له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي نو کوم یې چې خوښ دي دا دي چې تاسو یې عبادت وکړئ، هېڅ شی ورسره شریک نه کړئ او ټول د الله رسۍ کلکه ونیسئ او سره جلا نه شئ، او هغه چې نه یې خوښوي: تا ویلي ما ویلي، زیاتې پوښتنې کول او بې ځایه پېسې لګول دي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې الله تعالی د خپلو بندګانو درې خویونه خوښوي او درې بد ګڼي، نو هغه چې خوښ یې دي دا دي چې: دوی یې په یووالي ومني او هېڅ شی ورسره شریک نه کړي، او دا چې د الله په ژمنه، قرآن او د هغه د نبي په سنت پدې ټولو کلکې منګولې ولګوي او د مسلمانانو له ډلې جلا نه شي. او هغه چې بد یې ګڼي: بې ګټې او د هغه څه په اړه ډېرې خبرې کول چې دوی پورې اړه نلري، د هغه څه په اړه پوښتنه کول چې پېښ شوي ندي، له خلکو څخه پیسې او هغه څه غوښتل چې د دوی ملکیت وي، او له اړتیا پرته غوښتنه، د پېسو ضایع کول او له روا موخو پرته یې په نورو لارو کې مصرفول او دا چې (خپل مال) له خطر سره مخ کړي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية