حديث للعالم
عقیده

پر الله عزوجل ايمان

44 حديث

44 حديث

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ» عمر رضي الله عنه وویل: په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې ما (دا ډول)قسم ندی خوړلی کله مې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، نه په قصدي توګه او نه دا چې د بل چا څخه حکایت وکړم.متفق علیه دی
عن أبي واقد الحارث بن عوف رضي الله عنه أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم بينما هو جالس في المسجد، والناس معه، إذ أقبل ثلاثَةُ نَفَرٍ، فأقبل اثنان إلى رسول الله، صلى الله عليه وسلم وذهب واحد، فوقفا على رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فأما أحدهما فرأى فُرْجَةً في الْحَلْقَةِ فجلس فيها، وأما الآخر فجلس خلفهم، وأما الثالث فأدْبَر ذاهبٍا، فلما فرغ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «ألا أُخْبِرُكُم عن النَّفَرِ الثلاثة: أما أحدهم فأَوَى إلى الله فآوَاهُ الله إليه، وأما الآخر فاسْتَحْيا فاسْتَحْيَا الله منه، وأما الآخر، فأعْرَضَ، فأعرضَ اللهُ عنه».متفق عليه
عن أنس بن مالك رضي الله عنه أنَّ رَجُلاً كَانَ عِند النَبِيَّ صلى الله عليه وسلم فَمَرَّ رَجُلٌ بِهِ، فقال: يا رسول الله، أنِّي لَأُحِبُّ هَذَا، فَقَال لَهُ النَبِيُّ صلى الله عليه وسلم : «أَأَعْلَمْتَهُ؟» قال: لا. قال: «أَعْلِمْهُ»، فَلَحِقَهُ، فقال: إِنِّي أُحِبُّك فِي الله، فقال: أّحَبَّك الَّذِي أَحْبَبْتَنِي لَهُ.رواه أبو داود والنسائي في الكبرى وأحمد
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».مسلم روايت کړی دی
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي».متفق علیه دی
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».بخاري روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: وویل شول چې: اې د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اې ابو هریره! یقینا ما فکر کوو چې ستا څخه پرته به هېڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړی پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي».بخاري روايت کړی دی
عبادة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي: "څوک چې شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نلري، او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه رسول دی، او دا چې پر هغه یې د (کُن) په کلمې سره مریم علیها السلام ته د جبریل علیه السلام په واسطه زیری ورکړی، او دا چې د هغه له طرفه روح دی (چې جبریل علیه السلام د هغې په ګریوان کې پو کړی دی) ، او دا چې جنت حق دی او دوزخ حق دی، (چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي".متفق علیه دی
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.متفق علیه دی
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: «يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُ، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ شِبْرًا، تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا، اقْتَرَبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً». «الله جل جلاله فرمایي: زه د خپل بنده د باور سره یم (چې زما په اړه یې لري) او زه د هغه سره یم کله چې ما یادوي، که چېرته یې له ځان سره یاد کړم؛ زه به یې هم له ځان سره یاد کړم، او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم، زه به یې له هغه څخه په غوره ډله کې یاد کړم، او که چېرته ماته یوه لویشت رانیږدې شي نو زه به یوه څنګل ورنږدې شم، او که چېرته ماته یوه څنګل رانږدې شو نو زه به د دواړو لاسونو په اندازه چې خلاص وي ورنږدې شم، او که هغه ماته په مزل راشي زه به ګړندی ورشم».متفق علیه دی
عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «من أصابته فَاقَة فأنْزَلها بالناس لم تُسَدَّ فَاقَتُهُ، ومن أنْزَلها بالله، فَيُوشِكُ الله له بِرزق عاجل أو آجل».رواه أبو داود والترمذي وأحمد
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه چې الله تعالی زما لپاره زما د امت تېروتنه، هېرېدل، او هغه څه چې دوی پرې مجبور کړل شوي، معاف کړي دي».ابن ماجه، البيهقي او نورو روايت
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «جَعَلَ اللهُ الرحمةَ مائة جُزْءٍ، فَأَمْسَكَ عِنْدَهُ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ، وأَنْزَلَ في الأَرْضِ جُزْءًا وَاحِدًا، فَمِنْ ذَلِكَ الجُزْءِ يَتَرَاحَمُ الخَلَائِقُ، حتى تَرْفَعَ الدَّابَّةُ حَافِرَهَا عَنْ وَلَدِهَا خَشْيَةَ أَنْ تُصِيبَهُ». وفي رواية «إِنَّ للهِ تعالى مئةُ رحمةٍ، أَنْزَلَ منها رحمةً واحدةً بَيْنَ الجِنِّ والإنسِ والبَهَائِمِ والهَوَامِّ، فَبِهَا يَتَعَاطَفُونَ، وبها يَتَرَاحَمُونَ، وبِهَا تَعْطِفُ الوَحْشُ على وَلَدِهَا، وأَخَّرَ اللهُ تعالى تِسْعًا وتِسْعِينَ رحمةً يَرْحَمُ بِهَا عِبَادَهُ يومَ القِيَامَةِ». وعن سلمان الفارسي رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «إِنَّ للهِ تعالى مئةُ رحمةٍ فمنها رحمةٌ يَتَرَاحَمُ بها الخَلْقُ بَيْنَهُمْ، وتِسْعٌ وتِسْعُونَ لِيَومِ القِيَامَةِ». وفي رواية: «إِنَّ اللهَ تَعَالَى خَلَقَ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ والأَرْضَ مئةَ رحمةٍ كُلُّ رحمةٍ طِبَاقَ مَا بَيْنَ السَّمَاءِ إلى الأَرْضِ، فَجَعَلَ منها في الأَرْضِ رَحْمَةً فبها تَعْطِفُ الوَالِدَةُ على وَلَدِهَا، والوَحْشُ والطَّيْرُ بَعْضُهَا عَلَى بَعْضٍ، فإذا كانَ يومُ القيامةِ أَكْمَلَهَا بِهَذِه الرحمةِ».حديث أبي هريرة -رضي الله عنه-: متفق عليه. حديث سلمان -رضي الله عنه-: رواه مسلم
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".مسلم روايت کړی دی
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی: له پيغمبر – صلی الله علیه وسلم – څخه – په هغه څه کې چې هغه یې له خپل رب څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ ، اې زما بنده ګانو تاسو ټول ګمراه یاست مګر هغه څوک چې ما ورته هدایت کړی دی، نو زما څخه هدایت وغواړئ زه به تاسو ته هدایت وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول وږي یاست مګر هغه څوک چې ما موړ کړی دی، نو زما څخه روزي وغواړئ زه به تاسو ته روزي درکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول بربنډ یاست مګر هغه څوک چې ما پټ کړی دی، نو زما څخه جامې وغواړئ زه به تاسو پټ کړم، اې زما بنده ګانو تاسو شپه او ورځ ګناهونه کوئ او زه ټول ګناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو زما ضرر ته نه شئ رارسیدلی چې ماته ضرر راورسوئ، او نه زما ګټې ته رارسیدلی شئ چې ماته ګټه راورسوئ، اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو ټول د یو تر ټولو تقوا لرونکي انسان په زړه باندې شي، نو زما په پادشاهۍ کې به هېڅ شی زیات نه شي. اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکیني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو؛ ټول په یو میدان کې ودریږي او زما څخه سوال وکړي او هر یو ته د هغه د غوښتنې مطابق ورکړم؛ نو هېڅ شی به کم نه شي له هغه څه نه چې ما سره دي مګر د ګنډلو د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې وټومبل شي، اې زما بنده ګانو! یقینا دا ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته حسابوم بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند نو د الله ستاینه دې وکړي او چا چې پرته لدې بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي».مسلم روايت کړی دی
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».مسلم روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «لما خلق اللهُ الخَلْقَ كتب في كتاب، فهو عنده فوق العرش: إن رحمتي تَغْلِبُ غضبي». وفي رواية: «غَلَبَتْ غضبي» وفي رواية: «سَبَقَتْ غضبي».متفق عليه
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې» ما وویل: دا خو لویه ګناه ده، ما وفرمایل: بیا کومه؟ هغه وفرمایل: " او دا چې خپل اولاد لدې وېرې ووژنې چې تاسره به روزي وخوري». ما وويل: بيا کومه؟ هغه وفرمايل: «دا چې د خپل ګاونډي له ښځې سره زنا وکړې».متفق علیه دی
له ابو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».متفق علیه دی
عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وفرمایل: د کبیره ګناهونه تر ټولو لویه یې : د الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کيدل، او د الله له رحمت څخه امید قطع کول، او د الله له رحمت څخه نا هیله كيدل.عبدالرزاق روايت کړی دی
عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «ما توطَّنَ رجلٌ مسلمٌ المساجدَ للصلاة والذِّكر، إلا تَبَشْبَشَ اللهُ له، كما يَتَبَشْبَشُ أهلُ الغائب بغائبهم إذا قَدِمَ عليهم».رواه ابن ماجه وأحمد
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بیشکه الله تعالی فرمایلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي او ماته زما بنده تر هغه د نوافلو په کولو سره رانږدې کیږي تر دې چې زه له هغه سره مینه ولرم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه د هغه د بدن د غړو په کارولو کې توفیق ورکوم، داسې چې حق به اوري، حق به ګوري، لاسونه به په روا کړنو کې کاروي او په پښو به ښو ځایونو ته د تللو توفیق ورکوم، او که زما څخه سوال وکړي نو خامخا به یې ورکړم او که پر ما یې پناه وغوښته نو پناه به ورکړم او هېڅکله په یو کار کې متردد شوی نه یم چې کول یې غواړم پرته لدې چې کله د مؤمن روح اخلم، نو هغه مرګ بد ګڼي او زه د هغه خفه کول بد ګڼم».بخاري روايت کړی دی
عن أنس بن مالك وأبي هريرة رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم فيما يرويه عن ربه عز وجل قال: «إذا تَقَرَّبَ العبدُ إليَّ شِبْرًا تَقَرَّبْتُ إليه ذِرَاعًا، وإذا تَقَرَّبَ إليَّ ذِرَاعًا تَقَرَّبْتُ مِنْهُ بَاعًا، وإذا أتاني يمشي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً».حديث أنس -رضي الله عنه- رواه البخاري . حديث أبي هريرة -رضي الله عنه- متفق عليه
له عدي بن حاتم رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي طرف ته به وګوري، یوازې هغه څه به وګوري چې وړاندې کړي یې دي، او بل (چپ) طرف ته به وګوري او یوازې هغه څه به یې تر سترګو شي چې وړاندې کړي یې دي، او مخامخ به وګوري نو یوازې اور به یې مخ ته وي، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمه خرما سره وي».متفق علیه دی