حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې:

متاح بـ 71 لغة
«له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، وایې: پداسې حال کې چې عرش یې د اوبو له پاسه و».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله پاک د ځمکې او آسمانونو له پیدایښت څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو د تقدیر په اړه هر هغه څه په تفصیل سره په لوح محفوظ کې لیکلي دي چې پیښیږي به: لکه ژوند، مرګ، رزق او داسې نور، او دا د هغه تقدیر سره سم ترسره کېدونکي دي لکه څرنګه یې چې الله تعالی پریکړه کړې ده. هرڅه چې شتون مومي نو هغه د الله تعالی د پریکړې او تقدیر سره سم کیږي. نو هغه څه چې بنده ته رسیدونکي دي هیڅکله به ترې خطا نه شي، او هغه څه چې ورته رسیدونکي ندي، هیڅکله به ور ونه رسیږي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية