حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې:

متاح بـ 70 لغة
«له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې: «له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د وسې سره سم له منکر څخه په منع کولو امر کوي، او منکر هغه څه ته وایې چې الله او رسول یې ترې منع کړي وي - نو کله یې چې منکر ولیده پرې فرض دی چې په لاس سره یې منع کړي که ځواک یې درلوده، که چیرته لدې څخه عاجز پاتې شو، نو په ژبې سره دې منع کړي، داسې چې د منکر یا بدۍ تر سره کوونکی یې له کولو څخه منع کړي، او ضرر یې ورته بیان کړي او د دې بدۍ پر ځای یې نیکۍ ته لارښوونه وکړي، که چېرته لدې مرتبې څخه هم عاجز پاتې شو نو په زړه سره دې بدلون ورکړي، داسې چې هغه - کار - په زړه کې بد وګڼي او په زړه کې دا اراده وکړي چې که چیرته یې له وسې پوره وای نو خامخا به یې منع کړی و. او - یو څه ته - په زړه سره بدلون ورکول له منکر څخه د منع کولو لپاره د ایمان تر ټولو کمزوری مرتبه ده،

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية