حديث للعالم
نومونه او حکمونه

شرک

4 حديث

4 حديث

ابو هریره رضي الله عنه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: «یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي».احمد روايت کړی دی
له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».احمد روايت کړی دی
د عبد الله بن عمروبن العاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت - فرمایي چا لره چې فالبینۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه شی دی، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او د خیر تمه او امید نه کیږي مګر ستا څخه ( مرغه یوازې ستا یو مخلوق دی چې نه ګټه رسولی شی او نه تاوان، بلکه ګټه یا تاوان رسوونکی یوازې ته یې) او ستا پرته بل معبود نشته.احمد روايت کړی دی
له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».ابو داود او احمد روايت کړی دی