عقیده
له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
متاح بـ 62 لغة
«له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: مونږ یو شپه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې سپوږمۍ ته یې وکتل - یعنې د څوارلسمې شپې وه - نو ویې فرمایل: «خامخا به تاسو خپل رب داسې وینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، نو که چېرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پرېوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ» بیا یې دا آیت ولوست {وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}» یعنې: او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې}»»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








