حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 47 لغة
«له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي).»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې بریالی او کامیاب هغه څوک دی چې: خپل رب ته تسلیم شوی وي، نو دی به له هدایت شوو او هغه چا څخه وي چې الله تعالی د اسلام توفیق ورکړی وي، او الله تعالی هغه ته له حلالو څخه دومره روزي ورکړی وي چې د هغه اړتیاوې پوره کړي نه زیات وي او نه کم، او الله تعالی هغه ته قناعت ورکړی وي، یعني هغه په خپل حال خوشاله وي، او د الله په ورکړه راضي وي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية