فضایل او آداب
ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي:
متاح بـ 54 لغة
«ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو -بدله دا ده- چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هېڅکله به نه مړه کېږئ او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زوړوالی درباندې نه راځي، او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به درباندې بېچارګي نه راځي» ، او دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایلي یې دي:{وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} [الأعراف: 43]. (یعنې او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








