حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
فضایل او آداب

له هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه په شام کې د انباطو په ځینو خلکو تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي و، نو ویې ویل: ولې پر دوی داسې کېږي؟ هغوی وویل: د جزیې نه ورکولو له امله بندیان شوي دي، نو هشام وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:

متاح بـ 40 لغة
«له هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه په شام کې د انباطو په ځینو خلکو تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي و، نو ویې ویل: ولې پر دوی داسې کېږي؟ هغوی وویل: د جزیې نه ورکولو له امله بندیان شوي دي، نو هشام وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «بې‌شکه الله تعالی هغه کسانو ته عذاب ورکوي څوک چې په دنیا کې خلکو ته عذاب ورکوي».»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

هشام بن حکیم بن حزام رضي الله عنهما په شام کې د عجمو د بزګرانو پر یوه ټولي تېرېده چې هغوی په لمر کې درول شوي وو، نو هغه یې د حال په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته وویل شو چې دا سزا د دې لپاره ورکول کېږي چې هغوی جزیه نه ده ورکړې، سره له دې چې د ورکړې توان یې لري. نو هشام رضي الله عنه وویل: زه ګواهي ورکوم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: بې‌شکه الله هغه کسانو ته عذاب ورکوي چې په دنیا کې خلکو ته ناحقه په ظلم سره عذاب ورکوي.

المصدر
مسلم روايت کړی دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية