عقیده
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
متاح بـ 65 لغة
«له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: معاذ رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو ورته یې وویل: «اې معاذ بن جبل» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! هغه وفرمایل: «اې معاذه» هغه وویل: حاضر یم اې د الله جل جلاله رسوله او ستاسو بلنه مې منلې ده، نو په اورېدلو مې خوشحاله کړه! درې ځلې، ویې فرمایل: " هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي»، هغه وویل: اې د الله جل جلاله رسوله آیا پدې سره خلکو ته خبر ورنکړم تر څو یو بل ته زیری ورکړي؟ هغه وفرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي، بیا معاذ خلکو ته د مړیني پر مهال خبر ورکړ تر څو د علم په کتمان سره ګناهکار نشي.»ترجمة بالمعنى ·
ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية








