حديث للعالم
اضغط على الصورة لعرضها بالحجم الكامل
عقیده

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

متاح بـ 65 لغة
«له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «زمونږ پروردګار، تبارک وتعالی، هره شپه په وروستۍ پاتې دریمه برخه کې د دنیا اسمان ته راکوزیږي وایي چې: "څوک شته چې ما راوبلي او زه یې بلنه ومنم؟ څوک شته چې زما څخه سوال وکړي او زه یې ورکړم؟ څوک شته چې بخښنه راڅخه وغواړي او بخښنه ورته وکړم؟"»

ترجمة بالمعنى ·

شرح الحديث

خلاصة المعنى بعبارة ميسّرة

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې الله جل جلاله هره شپه دشپې په دریمه وروستۍ پاتې برخه کې د دنیا آسمان ته راکوزیږي، خپل بندګان هڅوي چې راویې بلي، ځکه هغه ذات د هغه چا بلنه مني چې راویې بلي، او دې ته یې هڅوي چې خپلې غوښتنې ورڅخه وغواړي، له هغه ذات څخه چې څوک غوښتنه وکړي هغه یې ورکوي، او (خپل بندګان) دې ته رابلي چې د خپلو ګناهونو بخښنه ترې وغواړي، ځکه هغه ذات خپلو مومنو بندګانو ته بخښنه کوي.

المصدر
متفق علیه دی
تحميل الصورة

ستُحفظ الصورة بجودتها الأصلية